یپنډي 30نومبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د بحرين نېشنل ګرډ چيف آف سټاف ميجر جنرل شېخ عبدالعزيز بن سعود الخليفه د نهې په ورځ په جنرل هېډكوارټرز كښې ليدلې دي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر) پرېس رېليز له مخې په ملاقات كښې د بحرين نېشنل ګارډ چيف آف سټاف د افغانستان په صورتحال د پاكستان د كردار٬بارډر منيجمنټ لپاره د خاص هڅو او د سيمه ايزې سلامتيا په اړه د كردار ستائنه وكړه۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬افغانستان كښې په موجوده امنيتي صورتحال او په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته خبرې وشوې۔جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان بحرين سره د دوه اړخيزې مرستې روايات په برقرار ساتل غواړي او د ګڼ اړخيزه تل پاتي اړيكو خوښي لري۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل د افغان اولس اقتصادي خوشحالۍ لپاره د مربوطو هڅو سره سره د افغانستان په اړه د نړيوالې همغږۍ لپاره سيمه ايز امن او استحكام ضروري دے۔د پاكستان په دوره راغلې د بحرين نېشنل ګارډ چيف آف سټاف د پاكستان د وسله والو ځواكونو پېشه وره صلاحيتونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او په بېلو څانګو كښې ئې د مرستې زياتولو له د عزم څرګندونه وكړه
سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د بحرين نېشنل ګرډ چيف آف سټاف ميجر جنرل شېخ عبدالعزيز بن سعود الخليفه وليدل
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ