کوئټه 27 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د بلوچستان پشمول ټول هېواد كښې د امن وضعه په ځانګړې توګه ښه شوې٬ په نيشنل اېکشن پلان كوټلې عمل او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د شريكې مرستې په سبب د ترهه ګرۍ پ??ښې كمې شوې دي٬ د حکومت د كاركردګۍ ستائنه نړيوالې ادارې كوي۔اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د نهې په ورځ ګورنر هاٶس كښې د ميډيا استازو سره خپلو خبرو كښې و??ړې?? اولس مشر ووئيل د بډو اخستو په ضد هڅې د ايمان برخه ګڼم٬ بډو او د بدعنوانۍ خاتمې له با??د نېب خپله كاركردګي ښه كړي۔ اولس مشر ووئيل چې صلاحيت لرونكو فنكارانو ٬ا ديبانو او د شاعرانو مالي مرستې له انډوومنټ فنډ جوړ كړې شوې د كوم څخه چې د بلوچستان ضرورت مند اديبان ٬ فنكاران او شاعران هم ګټه پورته كولې شي۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئ، د قامي اسمبلۍ غړي خلیل جارج او صوبائي وزيران عبدالرحیم زیارتوال، میر مجیب الرحمن محمد حسني او سردار رضا بړیچ هم موجود وو
په نيشنل اېکشن پلان كوټلې عمل او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د شريكې مرستې په سبب د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوې دي
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ