اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د پي ټي آئي كارمندانو خپل جمهوري حق كارولو سره سولييز احتجاج كولو٬ پيپلز ګوند يو اړخ ته د جمهوريت چېمپئن كېدو ادعا كوي او بلخوا سولييز احتجاج برداشت كولې نه شي٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په سندھ كښی د پي ټي آئي د كارمندانو په ګرفتارۍ د سختې اندېښنې څرګندونې په مهال وكړه۔ فرخ حبيب ووئيل د سندھ حكومت غېر جمهوري رويه ټولو ته ښكاره شوې ده۔ د پيپلز ګوند مارچ د پنجاب د لارې اسلام آباد ته راورسېد ٬ كومه مقدمه درج كړې شوه نه كوم خنډ رامخې ته كړې شو۔ ده ووئيل پيپلز ګوند سياسي اقدار هم هېر كړي دي٬ دا څنګه جمهوري حكومت دې كوم چې د سولييز احتجاج كوؤنكو په ضد هم مقدمې درج كوي۔ ده ووئيل لكه څنګه چې د سندھ پوليس د شپې په وخت د پي ټي آئي د كارمندانو نيولو له چھاپې ووهلې كه داسې ئې د جرائم پېشه عناصرو نيولو له كړې وې نو په جرمونو به ئې قابو موندلې وو ٬ په دې ناوړه حركت به بلاول له ځواب وركول وي۔ ده زياته كړه چې پی ټی آئی ته به اوس جمهوري اقدار هم ښودل وي
د پي ټي آئي كارمندانو خپل جمهوري حق كارولو سره سولييز احتجاج كولو٬ دسندھ حكومت او پوليس دې په سمدستي توګه دوئي خوشې كړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش