اسلام آباد 24 نومبر(اے پی پی)د رياستونو او سرحدي چارو وفاقي وزير جنرال(ر)عبدالقادر وئېلي دي په كنټرول لائن هند له بشپړه ځواب وركولې شي٬زمونږ مجبوري دا ده چې د لائن آف كنټرول پورې غاړه پاكستان سره مينه لرونكي مېشته دي٬مونږ د هند په ډول ګوله باري نشو كولې ٬مونږ امن غواړو او كه هند جنګ مسلط كړو نو هغه به زيات زيان سره مخ شي۔د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د مخالفې ډلې ??شر لخوا د پورته كړی شوي اعتراض نكتې به ځواب وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ووئيل مونږ د مخالفې ډلې ??شر ډېرو خبرو سره اتفاق كوو٬د قامي اهميت چارو ته خاص پام لرنه كولې شي٬په دې لړ كښې كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل شا?? صاحب وائي چې د هند جارحيت د لاسه زمونږ پوځي اهلكار او عام وګړي شهيدان كېږي ولې حكومت غلې دے۔ده له دا وئېل نه وو پكار۔ده ووئيل د پاكستان اولس د كال 2013 ټاكنو څخه وروستو آزاد كشمير٬ضمني ټاكنو او بلدياتي ټاكنو كښې په مسلم ليګ(ن)باور لرلې۔ده ووئيل د مخالفې ډلې ??شر په دې معامله بايد محتاط رويه خپله كړي٬مونږ هند لپاره په زړه كښې كومه نرمي نه لرو٬ ده ووئېل د پاك پوځ سمدستي كاروائۍ سره هند ته هم زيان رسي۔دا بيله خبره ده چې مونږ د هغوي زيان ښودلې نه شو۔ ده ووئېل مونږ بدل اخلو او اخلو به٬ زمونږ مجبوري ده چې د لائن آف كنټرول پورې غاړه پاكستان سره مينه لرونكي استوګن دي٬مونږ په پوځي توګه هند څخه كمزورې نه يو۔ده ووئيل مونږ امن غواړو او كه هند جنګ مسلط كړو نو زه باور دركوم چې زيات زيان به د هغوي كېږي۔ده ووئيل د لائن آف كنټرول دواړو اړخو ته كلمه وئيونكي استوګن دي د دې كبله مونږ د هند په ډول كاروائي نشو كولې
زمونږ مجبوري دا ده چې د لائن آف كنټرول پورې غاړه د پاكستان مينه وال مېشته دي
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2