پینډي 04 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره پاكستان كښې د المان سفير برنارډاسټيفن شلاګيك ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬په مجموعي سيمه ايز صورتحال٬بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې او د افغان امن عمل په چارو خبرې شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې دا ملاقات په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې شوے۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان المان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده په ستمبر كال 2020م كښې د پاكستان او المان د ستراتېژېكي مذاكراتو د پنځم پړاو ستائنه هم وكړه او هيله څرګنده كړه چې د دوه اړخيزه اړيكو به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي۔دوره كونكې معزز مېلمه په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د دائمي هڅو ستائنه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره يې د عزم څرګندونه وكړه۔(
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر