اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي)د غربت د تخفيف په اړه د شنګهائي مرستې تنظيم د لوړې كچې غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔غونډې ته د وزيراعظم د غربت د تخفيف او سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر صدارتي وېنا وكړه۔د غونډې مقصد د غړو هېوادونو ترمينځه د غربت تخفيف په اړه په مرسته زياتولو غور كول وو۔غونډه د ازبكستان نائب وزيراعظم په كوربتوب كښې په تاشقند كښې وشوه۔غونډې ته د غړو هېوادونو د غربت د تخفيف وزيرانو او مشرانو وېنا وكړه۔په غونډه كښې چين٬كرغزستان٬قزاخستان٬ازبكستان٬تاجكستان٬روسيې او نورو هېوادونو ګډون وكړو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر په خپله وېنا كښې ووئيل وزيراعظم عمران خان په جون 2019 كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه كښې 8 نكاتي ايجنډا وړاندې كړی وه چې پكښې يې د غربت د تخفيف په څانګه كښې د تحقيق كمې ختمولو لپاره د نالج سنټر جوړولو تجويز وركړې و۔هغې ووئيل چې په دې لړ كښې د اقداماتو كولو ضرورت دې
د وزيراعظم د غربت د تخفيف او سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر شنګهائي مرستې تنظيم غونډې ته صدارتي وېنا
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا