سراجیوو (بوسنیا) ۔ 22 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د اېبت آباد كمېشن راپور عام كولو پرېكړې څخه وړاندې به د راپور جاج اخلم۔ د بوسنيا دورې په مهال خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل هېواد ته ستندو څخه وروستو به د دې راپور جاج اخلم۔ وزیراعظم دا مهال د بوسنيا په درې ورځنۍ سركاري دوره تلل?? دے۔ كله چې وزيراعظم څ??ه د پاكستان پيپلز ګوند د شريك چيئرپرسن آصف علی زرداری هېواد ته د راتللو په اړه پوښتنه وشوه نو ده ووئيل زه د هغه هېواد ته په راتلو خوشحاله شوے يم ۔ دې بايد هېواد ته راشي او د خپل ګوند چارو ته پام وكړي۔ وزیراعظم ووئيل آصف علي زرداري د سیاسی رابطو په حق كښې دے او ما پیپلز ګوند سره ميثاق جمهوريت لاس ليك كړے۔ وزيراعظم ووئيل ما د پي پي پي په حكومت كښې كله هم د حكومتي نظام خرابولو هڅه نه ده كړې ۔ پیپلز ګوند سره د اختلافاتو باوجود زما ګوند د دھرنو او احتجاج پالېسي نه ده خپله كړې۔ ده ووئيل كال 2016ء زما حكومت لپاره سخت كال ؤ ۔ د پروېز مشرف نامه نه اخستو نه غېر وزيراعظم ووئيل 7 نكاتي ايجنډې كوم ګټور بدلون نه دې راوستې ۔ دوئي اولس د برېښنا په لوډشېډنګ اخته كړې۔ وزیراعظم دا تاثر ??د كړو چې حكومت د بریښنا ستونزه د راروانو ټاكنو ګټلو لپاره ختمول غواړي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت ټولې ستونزې هوارول غواړي۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې د 49 نوؤ روغتونونو جوړولو پلان لرو۔ ځينې ضلعو كښې اولس ته هېلت كارډ هم جاري كړې شوې۔ وزیراعظم ووئيل اېل اېن جی او سولر پلانټس منصوبو كښې سپېځلتيا باوري كولې شي۔ په قامي خزانې له 100 اربه روپې بچت كړې شوې۔و
د اېبت آباد كمېشن راپور عام كولو پرېكړې څخه وړاندې به د راپور جاج اخلم
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات